وزيراعظم ته كراچۍ ته په رارسېدو د سندھ اعلی وزير او د كابينې غړو هركلې ووې

کراچی۔13اپرېل (اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف ته د شورؤ په ورځ كراچۍ ته په رارسېدو د سندھ اعلی وزير او د كابينې غړو د كراچۍ په هوائي مېدان هركلې ووې۔ په دې مهال وزيراعظم سره شاهد خاقان عباسي او مريم اورنګزېب هم وه۔ د وزيراعلی هاؤس لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې وزيراعظم ته هركلې ويوونكو صوبائی وزيرانو كښې منظور وسان، ناصر شاہ، شبیر بجارانی، مکیش چاوله، ګیان چند اسرانی، ضیا شاہ، فیاض بټ، اویس قادر شاہ، شهلا رضا، اسماعیل راهو، جام خان شورو ٬ مرتضیٰ وهاب او نور شامل وو۔ په دې موقعه د پاكستان مسلم ليګ (ن) شاه محمد شاه او كھېل داس هم د وزيراعظم هركلي لپاره موجود وو۔