بلوچستان كښې د امنيتي ځواكونو عمليات ٬ 2 ترهګر ووژلې شؤ ٬ 2 امنيتي اهلكار شهيدان شول

پېنډۍ ۔8اپرېل(اے پی پی) په بلوچستان كښې د ترھګرو د موجودګۍ په اطلاع د امنيتي ځواكونو د آپرېشن په مهال دوه ترهګر ووژلې شوي او د ډزو په تبادله كښې دوه امنيتي اهلكار شهيد شوي دي۔ د آئي اېس پي آر له مخې د 7/8 اپرېل په منځومانۍ شپه كښې د بلوچستان مشكئۍ سيمې ته نزدې د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع امنيتي ځواكونو د دوئي نيولو له آپرېشن وكړو۔ څه وخت چې امنيتي ځواكونو سيمه محاصره كولو له پوزيشن سنبالول پېل كړل نو ترهګرو خپل ځايونه پرېښودلو سره د تېښتې هڅه وكړه او په امنيتي ځواكونو يۍ ډزې وكړې۔ د سختو ډزو د تبادلې په نتيجه كښې بي اېل اېف سره تعلق لرونكي دوه ترهګر ووژلې شو۔ د وژلې شوې ترهګرو قبضې څخه وسله او ګوله بارود ترلاسه كړې شول۔ د آپرېشن په مهال لانس حوالدار راج ولی خان او سپاهی اسامه خان شهید شو او يو بل اهلكار ژوبل شو۔ د آئي اېس پي آر وېنا ده چې امنيتي ځواك قام سره په ګډه بلوچستان كښې د امن او استحكام په ځائې كولو عزم لري۔