د سوئيلي افريقا او بنګله دېش ترمينځه دويم او وروستې ټېسټ مېچ سبا پېل كېږي

پورټ الزبتھ۔7اپرېل(اے پی پی) د سوئيلي افريقا او بنګله دېش كركټ لوبډلو ترمينځه په 2 ټېسټ مېچونو د مشتمل سيريز دويم او وروستې مېچ سبا د جمعې ورځې څخه په سېنټ جارج پارك ٬ پورټ الزبتھ كښې پېل كېږي۔ پروټيز ته د دوه مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ سوئيلي افريقا د بنګله دېش لوبډلې ته په اولني ټېسټ مېچ كښې په 220 رنزونو ماتې وركړې وه۔ دې نه وړاندې د بنګله دېش كركټ لوبډلې د 3 يو ورځني مېچونو سيريز كښې سوئيلي افريقا ته 2۔1 سره ماتې وركړې وه۔ كوربه لوبډله به د ډين اېلګر او د بنګله دېش لوبډله به د مومن الحق په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔