د كرنل محمد نعمان د نېشنل فټ بال رېفري يونس لعل سره غمرازي

اسلام آباد۔5 اپرېل(اے پی پی) د پاكستان فټ بال فېډرېشن پخواني غړي او د ملي فټ بال لوبډلې پخواني كپتان كرنل (ر) محمد نعمان د نېشنل فټ بال رېفري يونس لعل د ورور په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ده دعا وكړه چې لويې څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔