د پاكستان او آسټرېليا ترمينځه يوازينې ټي 20 كركټ مېچ سبا كېږي

لاهور۔4اپرېل(اے پی پی) د پاكستان او آسټرېليا كركټ لوبډلو ترمينځه يوازينې ټي 20 نړيوال مېچ سبا د نهې په ورځ په قذافي سټېډيم لاهور كښې كېږي۔ دا مېچ به نائټ وي او د پاكستاني وخت لمخې به د شپې 8 بجې پېل كېږي۔ پاكستانۍ كركټ لوبډلې دې نه وړاندې د درې يو ورځني مېچونو په سيريز كښې آسټرېلوي لوبډلې ته 1-2 سره ماتې وركړې وه۔ دې نه وړاندې د درې ټېسټ مېچونو په سيريز كښې آسټرېلوي لوبډلې پاكستانۍ لوبډلې 0-1 سره ماتې وركړې وه۔ په يوازيني ټي 20 مېچ كښې به د پاكستانۍ لوبډلې مشري بابر اعظم او د آسټرېلوي لوبډلې ایرن فنچ كوي۔