د پاكستان او آسټراليا ترمېنځه د كركټ پرېكنده يو ورځنې مېچ به ﴿سبا﴾ د خالي په ورځ كېږي

لاهور 01 اپرېل (اے پي پي) د پاكستان او آسټراليا ترمېنځه د كركټ پرېكنده يو ورځنې مېچ به ﴿سبا﴾ د خالي په ورځ په قذافي سټېډيم لاهور كښې كېږي. دا به ډے نائټ مېچ وي كوم به چې د پاكستان په وخت ماسپښين په درې بجې پېل كېږي. د درې يو ورځنې مېچونو په سېريز كښې دواړو لوبډلو يو يو مېچ ګټلے دے. د ون ډے سېرېز نه پس به د دواړو لوبډلو ترمېنځه يو ټي ټونټي مېچ د اپرېل په 5مه نېټه كېږي.