د پاكستان او آسټراليا د كركټ لوبډلو ترمېنځه وړومبې يو ورځنې مېچ به ﴿سبا﴾ د نهې په ورځ كېږي

لاهور 28 مارچ (اے پي پي) د پاكستان او آسټراليا د كركټ لوبډلو ترمېنځه د درې مېچونو د سېريز وړومبې يو ورځنې مېچ به ﴿سبا﴾ د نهې په ورځ په قذافي سټېډيم لاهور كښې كېږي. مېچ به ډے/نائټ وي كوم به چې د پاكستان په وخت ماسپښين درې بجې پېل كېږي. د پاكستان د كركټ لوبډلې مشري به بابراعظم كوي. د آسټراليا د كركټ لوبډلې مشر اېرن فنچ دے. د دواړو لوبډلو ترمېنځه دوهم يو ورځنې مېچ به د مارچ په 31مه نېټه او دريم مېچ به د اپرېل په 2مه نېټه كېږي. د دواړو لوبډلو ترمېنځه يواځنې ټي ټونټي مېچ به د اپرېل په 5مه نېټه كېږي.