درې ملكي كركټ سېريز به ﴿سبا﴾ د ګل په ورځ په نيپال كښې پېل كېږي

كېرتي پور 27 مارچ (اے پي پي) يو ورځنې درې ملكي كركټ سېريز به ﴿سبا﴾ د ګل په ورځ په نيپال كښې پېل كېږي. په سېريز كښې به د نيپال كوربه لوبډله، د مالېزيا او پاپوا نيو ګني لوبډلې ګډون كوي. د سېرېز وړومبې مېچ به ﴿سبا﴾ د ګل په ورځ د نيپال او نيو پاپوا ګني د لوبډلو ترمېنځه كېږي. د سېريز فائنل به د اپرېل په څلورمه نېټه كېږي.