اسلام آباد 08 جون (اے پی پی) د مسلم لیګ (ن) لارښود او د وزیراعظم د سیاسی چارو خاص مرستيال ډاکټر آصف کرمانی وئيلي دي سپریم کورټ دې جوډېشل اکیډمۍ ته ایمبولېنس رابللو سره د حسېن نواز کورنۍ او مسلم لیګ (ن) كارمندان خفه كولو او د جے آئی ټی انټيروګېشن روم عكس ریلیز کولو معاملې نوټس واخلي۔ د زيارت په روځ د جوډېشل اکیډمی په خوا كښې ميډيا سره …
سپریم کورټ دې جوډېشل اکیډمۍ ته ایمبولېنس رابللو سره د حسېن نواز کورنۍ او مسلم لیګ (ن) كارمندان خفه كولو او د جے آئی ټی انټيروګېشن روم عكس ریلیز کولو معاملې نوټس واخلي
اسلام آباد 08 جون (اے پی پی) د مسلم لیګ (ن) لارښود او د وزیراعظم د سیاسی چارو خاص مرستيال ډاکټر آصف کرمانی وئيلي دي سپریم کورټ دې جوډېشل اکیډمۍ ته ایمبولېنس رابللو سره د حسېن نواز کورنۍ او مسلم لیګ (ن) كارمندان خفه كولو او د جے آئی ټی انټيروګېشن روم عكس ریلیز کولو معاملې نوټس واخلي۔ د زيارت په روځ د جوډېشل اکیډمی په خوا كښې ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل مونږ د جے آئی ټی ځينو غړو په اړه خپل تحفظات د سپریم کورټ په نوټس كښې راوستلي خو دې سره حسېن نواز او حسن نواز د سپریم کورټ په حکم جے آئی ټی رابلل دي او رهغوي د آئین او قانون پاسداری كولو سره جے آئی ټی ته وړاندې شوي او بيا به هو وړاندې كېږي۔ ده ووئيل د دې ټول عمل په مهال رامخې ته شوي پېښې میډیا او اولس سره شیئر کول ضروری ګڼو۔ ده ووئيل جے آئی ټی ته د وړاندې كيدو په مهال میډیا او او زمونږ پشمول نرو كسانو ته د داخليدو اجازه نه وه خو په داسې صورت كښې هلته ایمبولینس راغوښتولو سره دا خبر وركړې شوې چې د حسېن نواز بلډ شوګر کم شوې، دوي ته د دې خبرې احساس نه وو چې حسېن نواز به د چار زوې ٬ د چا پلار وي او د هغه مور او نيا هم شته، هغوي له پكار وو چې په ميډيا ئې وئيلي وو چې چا او ولي ایمبولینس راغوښتلې شوې۔ ده ووئيل د 6 ساعته انوېسټی ګېشن نه پس چې كله حسېن نواز بهر راوتلو نو بيا د هغه كورنۍ او مونږ ته سكون راغلو۔ آصف کرمانی ووئيل په دې مهال جے آئی ټی روانه ده په دې مهال د يو عكس معامله هم رامخې ته شوه۔ ده ووئيل د حسېن نواز چې كوم عكس جارې كړې شوے هغه د ویټنګ روم نه دې بلكې هغه د انټيروګېش روم دے، د جے آئی ټی پلو څوك هم نه شي كتلې ، ټول انتظام د جے آئی ټی په لاسو كښې او دې سره د يو عكس ریلیز کولو مقصد څه دې۔ ده ووئيل عدالت عظمیٰ دې د دواړه معاملو نوټس واخلي۔ ده ووئيل زمونږ لاسونه پاك دي او مونږ په لوﺀ څښتن باور لرو او هغه به زمونږ مرسته كوي۔










