اسلام آباد 07 جون (اے پی پی) قامي سلامتيا كمېټۍ په افغانستان كښې د سلامتيا په خراب شوي صورتحال د تشويش څرګندونې سره د دې پھ تناظر كښې په پاكستان بې بنسټھ تورونه سختۍ سره رد كولو سره وئېلي شوي چې پاكستان د دښمن عناصر د اداره جاتي مرستې څخه خبر دې٬د سباؤن خطرو مخ نيوي له به خپله دفاع كوو۔ د وزيراعظم محمد نواز شريف پھ مشرۍ كښې د …
پاكستان د دښمن عناصر د اداره جاتي مرستې څخه خبر دې٬د سباؤن خطرو مخ نيوي له به خپله دفاع كوو
اسلام آباد 07 جون (اے پی پی) قامي سلامتيا كمېټۍ په افغانستان كښې د سلامتيا په خراب شوي صورتحال د تشويش څرګندونې سره د دې پھ تناظر كښې په پاكستان بې بنسټھ تورونه سختۍ سره رد كولو سره وئېلي شوي چې پاكستان د دښمن عناصر د اداره جاتي مرستې څخه خبر دې٬د سباؤن خطرو مخ نيوي له به خپله دفاع كوو۔ د وزيراعظم محمد نواز شريف پھ مشرۍ كښې د شورو په ورځ د قامي سلامتيا كمېټۍ خاص غونډه وشوه۔په غونډه كښې د قامي او سيمه ايز سلامتيا په اړه د چارو جاج واخستلې شو۔پھ غونډه كښې پھ كابل كښې د ترهه ګرۍ پېښو غندنې سره ووئيل شو چې افغان اولس بشپړه ملاتړ په كلك عزم عمل كوو۔د غونډې پھ مهال دا خبره رامخې ته كړی شوه چې پاكستان د محدود استعداد او لويې بشړي او اقتصادي زيان سره د ترهه ګرۍ په ضد مهمې كاميابۍ ترلاسه كړي۔پاكستان نه يوازې امن ناكه او مستحكم افغانستان له لوظي دې بلكې دې مقصد له يې د ټولو سيمه ايزو او نړيوالو اقداماتو ملاتړ كړې۔كمېټۍ ووئيل پاكستان هغه وخت هم د غېر معمولي تحمل څرګندونه كړې كله چې د افغانستان خاوره پاكستان كښې د ترهه ګرۍ كاروائيو لپاره كارول شوې وه او په نتيجه كښې يې لويې مالي او ځاني زيان شوې۔كمېټۍ ووئيل پاكستان د دښمن عناصر د اداره جاتي مرستې څخه خبر دې٬د سباؤن خطرو مخ نيوي له به خپله دفاع كوو۔په غونډه كښې د دفاع وزير خواجه محمد آصف ، د خزانې وزیر اسحاق ډار، د كورنيو چارو وزير چوهدری نثار علی خان ، د وزیرا عظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز ، د جوائنټ چیفس آف سټاف کمېټۍ چیئرمېن، د وسله والو ځواكونو مشرانو، د آئی اېس آئی ډی جی او د قامی سلامتیا سلاحكار ناصر خان جنجوعه ګډون وكړو










