
اسلام آباد 14 مارچ (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي نړۍ له امن لپاره د قامونو په مفادات آډانه قوانين په ځائ په اخلاقيات آډانه ورلډ ارډر ته وده وركول پكار ده ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ پاكستان انسټي ټيوټ فار پارليمنټري سروسز كښې ستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ ده ووئيل د ځوانانو سباون روښانه دے٬ د هېواد په مستحكمولو كښې ځوانان مهم كردار لري۔ ده ووئيل پاكستان غوره موقع لره ٬ نړۍ په ټيكنالوجي كښې په تندۍ سره پرمختګ كوي٬ مونږ په پرېكړه كولو كښې سستۍ سره مخ يو او نړۍ په سمدستي توګه پرېكړې كوي٬ ده ووئېل كه پارلمان او نورې ادارې په تندۍ سره پرېكړې نه كوي او قام به ترقي ونه كړې شي۔ ده ووئيل پاكستان له به په تندۍ سره د ټېكنالوجي لاره خپلول وي٬ د پرمختګ هم دا لاره ده ۔ ده ووئيل د جنګ او قتال تاريخ ډېر زوړ دے٬ ټولو مذهبونو د امن درس وركړے٬ د ضد٬ انا او د نورو په ضد د بر لاسي له امله جنګونه شوي٬ ده ووئېل اورپا كښې د جنګونو نه پس ملګرو ملتونو وجود موندلے٬ ده ووئيل د پاكستان جوړېدو نه پس د كشمير كشاله هند ملګرو ملتونو ته وړې وه ۔ ده په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې نړۍ د لويو جنګونو ليدلو باوجود په دې حقيقت پوهه نه شوه چې د جنګونه نه بچ كېدل پكار دي٬ په نړۍ كښې د اخلاقيات او خواخوږۍ اقدامات په ختمېدو دي۔ صدر دكټر عارف علوي ووئيل د اسلام د مذهب، رنګ او ذات تفريق نه غېر د مساوات درس وركوي۔ ده ووئيل د بېورو كرېسي٬ پارلماني غړو او د دانشورانو پشمول د پاليسي سازو لويه ذمه واري جوړېږي چې ھغوي د ټېكنالوجۍ نه استفادې لپاره خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي۔ ده ووئيل فېك نيوز په كمزورو قامونو د بريدونو ذريعې په توګه استعمالېږي۔ ده په ځوانانو زور رواړو چې د فېك نيوز نه لرې ځان وساتي او خپل اهداف منفي اثرات مرتب كېدو له ورنه كړي