وزيراعظم عمران خان په ايماندارۍ سياست كوي۔ ډاكټر شهباز ګل

APP35-250221 ISLAMABAD: February 25 – Special Assistant to Prime Minister on Political Communication Dr. Shahbaz Gill addressing a press conference at PID Media Center. APP photo by Irfan Mehmood

اسلام آباد 14 مارچ (اے پي پي) سياسي چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي په ډي چوك به د تحريك انصاف تاريخي جلسه وي٬ لس لكه خلق به په جلسه كښې ګډون كوي، مونږ تر ھغه وخته كامياب او سوكاله هېواد نشو جوړېدے تر څو چې مونږ خپل اخلاقيات نه وي سم كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ اوورسيز كنونشن ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ ده ووئيل يو ښه كپتان چرې د خرابې لوبډلې انتخاب نشي كولې۔ ډاكټر شهباز ګل د كال 2013 د نواز شريف په دور كښې په كابينه كښې د شاملو نامونو يادګېرنه كولو سره ووئيل خواجه آصف په كابينه كښې ٶ ٬ د ھغوي نامه د يو اے اي په كمپنۍ٬ د سيالكوټ په جعلي هاٶسنګ سوسائټۍ٬ د وريژو د جعلي كاروباور او په بلېك مني جوړونكو كښې شامل ٶه ، د احسن اقبال ورور په پنجاب كښې د دريو لكهو روپو بوټي خرڅ كړي چې دستاوېزات ئې موجود دي٬ ده ووئېل د لاهور ټولې ټهېكې هم هغه له وركړې شوې۔ ده ووئيل د اسحاق ډار نوم بس كافي دے چې د نواز كابينه څومره كرپټ او بې ايمانه وه ٬ ډار خپل بيان كښې عدالت ته وئيلي وو جې ما نواز شريف ته مني لانډرنګ ښودلے۔ ډاكټر شهباز ګل ووئيل مونږ تر ھغه وخته كامياب او سوكاله هېواد نشو جوړېدے تر څو چې مونږ خپل اخلاقيات نه وي سم كړي