ګرانۍ ګرده نړۍ ستونزو سره مخ كړې٬ وزيراعظم د پټرول او ډيزل بيعه لس روپۍ او د برېښنا يونټ پنځه روپۍ كم كړې٬ وزير مملکت فرخ حبيب

APP18-080721 ISLAMABAD: July 09 - Minister of State for Information and Broadcasting Farrukh Habib addressing to participants during closing ceremony of 2nd National Youth Council. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 14 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملکت فرخ حبيب وئيلي دي چې په امريكا كښې ګراني په تېر يو كال كښې د 1.4 فيصده نه 7.9 فيصده ته رسېدلې ده ۔ د ګل په ورځ خپل ټويټ كښې وزير مملکت ووئيل ګرانۍ ګرده نړۍ ستونزو سره مخ كړې ده۔ وزيراعظم عمران خان پاکستان كښې د پټرول او ډيزل بيعه لس روپۍ او د برېښنا يونټ كښې پنځه روپۍ كمې كړې۔ ده زياته كړه چې د احساس راشن پروګرام د لارې اولس ته ريليف وركړو۔