
اسلام آباد۔13مارچ (اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي سپیکر د قامي اسمبلۍ د غونډې رابللو اختیار لري٬ د سپيكر پرېكړه كوم عدالت كښې چېلنج كېدې نه شي او سپيكر چې كومه هم پرېكړه وكړي هغه به قانوني او آئيني پرېكړه وي ٬ که په اسلام اباد کښې په یو وخت دوه اولسي غونډې وشوې نو د کورنیو چارو وزارت به د بهترۍ لاره وباسي٬ وزيراعظم سره د غر په څير ولاړ يم او كاميابي به وزيراعظم ترلاسه كوي٬ كه انصار الاسلام يا كومه بله مليشيا اسلام آباد ته راغله نو په ضد به ئې سخته كارروائي وكړې شي٬ چوهدري شجاعت حسېن د وروڼو په شان دې كله به د هغه په ضد خبره نه كوم۔ د اتوار په ورځ په اېف نائن پارك كښې د اسلام آباد چېمبر لخوا مېرمنو لپاره د لګولې شوي بازار دورې په موقعه ميډيا سره خبرو كښې وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل د 15 مارچ نه وروستو به د وزيراعظم عمران خان پوزيشن لا څرګند شي ٬ د قومي اسمبلۍ غونډې رابللو پرېكړه سپيكر له كول دي ٬ د 22 نه تر 24 مارچ به په اسلام آباد كښې رخصتي وي۔ داخله وزير ووئيل وزيراعظم عمران خان چرته هم نه ځي هغه به 5 كاله پوره كوي ٬ مونږ اتحاديانو ځان سره اخستل غواړؤ ٬ اتحاديان بايد سخت وخت كښې د حكومت ملګرتيا وكړي۔ داخله وزير ووئيل ما د دې خبرې اعتراف په خپلو كتابونو كښې كړې دې چې د چوهدري ظهور الهي او خواجه صفدر په ما احسانونه دي۔ د کھړیانواله وژنې پېښه كښې چې زه هم ككړ كړې شوم نو د چوهدري شجاعت حسېن مور به ما لپاره روټۍ رالېږله۔ په كوئټه كښې ما عمومي خبره كړې۔ هغه ووئيل د او آئي سي غونډې له امله به په اسلام آباد كښې د 22 نه تر 24 مارچ رخصتي وي۔ داخله وزير د اسلام آباد چېمبر لخوا د مېرمنو بازار لګولو ګام ستائنه وكړه۔ هغه ووئيل په دې ډول بازارونو كښې د بلوچستان او خېبر پختونخوا مېرمنې بايد شموليت وكړي۔