د اروپائي ائتلاف صدر د روسيې –يوكرين په شخړه كښې د پاكستان ثالثۍ له خوښي څرګنده كړه۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن مېډيا سره خبرې

اسلام آباد 07 مارچ (اے پي پي﴾د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي د اروپائي ائتلاف صدر وزيراعظم عمران خان سره ټېليفوني تماس كښې د خواهش څرګند كړے چې د روسيې او يوكرين په شخړه كښې پاكستان د ثالثۍ كردار ادا كړي٬وزيراعظم به په دې عملي اقدام كوي٬جهانګير ترين او عليم خان د ګوند مضبوط خلق دي٬خلق سياست كوي٬٬د پېښور پیښې تر تورونو مونږ رسېدلې يو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د هېواد په سياسي صورتحال مېډيا سره په خبرو كښې كړې۔وفاقي وزير ووئيل د پي ټي آئي د كور كمېټۍ غونډه كښې په سياسي صورتحال او په نېشنل ايكشن پلان غور شوے٬په غونډه كښې د پېښور په پېښه بريفنګ وركړے شوے٬ ده ووئېل د پېښور پېښې تر تورونو مونږ رسېدلې يو۔زمونږ امنيتي ځواكونو د ښې كاركردګۍ څرګندونه كولو سره ډېر زر تر تورونو رسنه ترلاسه كړی۔ده ووئيل د ماسټر پلان عملي كولو پشمول د ټولو تورونو پیژندګلي شوې۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان ته د اروپائي ائتلاف صدر ټېليفون كړے او دا خواهش ئې څرګند كړے چې يوكرين او روس په شخړه كښې دې پاكستان د ثالثۍ كردار ترسره كړي۔ده ووئيل زمونږ ځينې اېم پي ايز هغه سره همدردۍ٬ملګرتيا او پخوانۍ اړيكې لري۔وزيراعظم عمران خان سره د عليم خان او جهانګير ترين نزدې اړيكې قائم دي