د مېرمنو په نړيوال كركټ كپ كښې به پاكستان خپل دوهم مېچ سبا د آسټراليا په ضد كوي

ماٶنټ مونګانوئي 07 مارچ (اے پي پي) د مېرمنو په نړيوال كركټ كپ كښې به پاكستان خپل دوهم مېچ ﴿سبا﴾ د نهې په ورځ د آسټراليا په ضد كوي. مېرمنو د دولسم نړيوال كركټ كپ مقابلې په نيوزي لېنډ كښې روانې دي. د نهې په ورځ به د پاكستان او آسټراليا لوبډلو ترمېنځه مېچ كېږي. د دې څخه وړاندې په وړومبي مېچ كښې د پاكستان لوبډلې ته د هند لوبډلې …

ماٶنټ مونګانوئي 07 مارچ (اے پي پي) د مېرمنو په نړيوال كركټ كپ كښې به پاكستان خپل دوهم مېچ ﴿سبا﴾ د نهې په ورځ د آسټراليا په ضد كوي. مېرمنو د دولسم نړيوال كركټ كپ مقابلې په نيوزي لېنډ كښې روانې دي. د نهې په ورځ به د پاكستان او آسټراليا لوبډلو ترمېنځه مېچ كېږي. د دې څخه وړاندې په وړومبي مېچ كښې د پاكستان لوبډلې ته د هند لوبډلې ماتې وركړې. آسټراليا په وړومبي مېچ كښې د انګلستان لوبډلې ته ماتې وركړې. په نړيوال كپ كښې د 8 هېوادونو لوبډلې برخه اخلي چې پكښې د پاكستان، نيوزي لېنډ، آسټراليا، بنګله دېش، دفاعي چېمپئن انګلستان، هند، سوئيلي افريقې او وېسټ انډيز لوبډلې شاملې دي. د ټورنامنټ وړومبې سېمي فائنل به د مارچ په 30مه نېټه او دوهم سېمي فائنل به د مارچ په 31مه نېټه كېږي. د نړيوال كپ فائنل به د اپرېل په 3مه نېټه كېږي.

مزید خبریں