وزيراعظم عمران خان د آسټراليا د كركټ لوبډلې پخواني كېپتان سپنر شين وارن په مړينه خواشيني وښودله

اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د آسټراليا د كركټ لوبډلې پخواني كېپتان سپنر شين وارن په مړينه خواشيني ښودلې. د اتوار په ورځ په خپل يو ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل چې د كركټ په نړۍ كښې هغه جينيئس ليګ سپنر و كوم چې د ليګ سپېنګ آرټ نوې لوړې كچې ته رسولے، د هغه كمې به محسوسېږي. وزيراعظم ووئيل چې د كركټر شين وارن په ناڅاپي مرګ خفه شوے يم. چين وارن يو جينئس باٶلر و. 52 كلن شين وارن يوه ورځ وړاندې د تهائي لېنډ په كوه سموئي سيمه كښې د رخصتې په مهال د زړه دورې له امله مړه شوے و. هغه د وزدين پېړې په پنځو غوره كركټرانو كښې شامل و. ده په ون ډے مېچونو كښې 293 او په ټېسټ كركټ كښې 708 وكټې ترلاسه كړې وې كومې چې د ليګ سپېنګ په اوسني فارمېټ كښې تر ټولو زياتې دي. ده ټېسټ كركټ په كال 1992م كښې د هند په ضد پېل كړے و.