پېښور ٬ په كور كښې د ګېس سلنډر چاؤدنې پېښه ٬ يو مړ ٬ 4 ټپيان

پېښور ۔26 جنوری(اے پی پی) د پېښور په ګنج كوټله محسن خان سيمه كښې په يو كور كښې د ګاز سلنډر چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې يو تن مړ او څلور نور ټپيان شوي دي۔ د رېسکیو1122ډله اطلاع ترلاسه كېدو سره سمدستي د پېښې ځائې ته ورسېده او د مرستې كارروائي ئې پېل كړه۔ رېسكيو اهلكارو د كور ملبې څخه د يو تن مړې او څلور ژوبل شوي كسان بهر راوويستل او نزدې روغتون ته ئې منتقل كړل۔ په ژوبل شويو كښې يوه مېرمن او د هغې درې بچي آمين ٬ ماجد او سميع شامل دې