وزيراعلٰی محمود خان په كوهاټ كښې د پوليو په ډله د ډزو غندنه وكړه

پېښور 25 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان په كوهاټ كښې د پوليو په ډله د ډزو د پېښې سخته غندنه كولو سره په ډيوټۍ مامور د پوليس اهلكار په شهادت خواشيني ښودلې. په خپل يو بيان كښې وزيراعلٰی د شهيد لوړو درجو او د هغه كورنۍ لپاره د زغم دعا وكړه. وزيراعلٰی پوليس ته په پېښه كښې د ككړو عناصرو ګرفتارې لپاره د ضروري كارروائې كولو هدايت كولو سره ووئيل د پوليو په ډلو بريد كوونكي زمونږ د بچو د محفوظ سباٶن دښمنان دي