د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان سره د سوئټزر لينډ سفير وليدل

پیښور 25 جنوري (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان سره په پاكستان كښې د سوئټزرلينډ سفير بينډك ډي سرجات د نهې په ورځ د پېښور په ګورنر هاؤس كښې ليدلې دي۔په ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو پشمول په بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ٬منطقې او په خاص توګه د افغانستان په موجوده سياسي او امنيتي صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان سفير ته په خېبرپښتونخوا كښې په قيمتي معدنيات٬زيتون٬زعفران٬شهد او د سېلګرۍ پشمول نورو څانګو كښې د سرمايه كارۍ موقعو په اړه ووئېل۔ دغسې په دې مهال بينډك ډي سرجات يادو شوو څانګو كښې د سرمايه كارۍ او تجارت مرستې زياتولو لپاره خپله خوښي څرګنده كړه