اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان د خالي په ورځ د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا سره ملاقات وكړو۔ د كورنيو چارو د وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې انجينئر امير مقام٬ د مسلم ليګ ﴿ن﴾ د خېبر پښتونخوا صوبائي صدر پير صابر شاه٬ سناتور سليم ضيا او نور سينئر مشران موجود وو۔ د ملاقات …
د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا سره ملاقات وكړو
اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان د خالي په ورځ د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا سره ملاقات وكړو۔ د كورنيو چارو د وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې انجينئر امير مقام٬ د مسلم ليګ ﴿ن﴾ د خېبر پښتونخوا صوبائي صدر پير صابر شاه٬ سناتور سليم ضيا او نور سينئر مشران موجود وو۔ د ملاقات په مهال د هېواد په مجموعي صورتحال او په خاص توګه د خېبر پښتونخوا په سياسي صورتحال خبرې وشوې۔ غونډې ته ووئيل شول چې د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي به نورو وزيرانو سره د روژې په مياشت كښې د خېبر پښتونخوا دوره كوي۔










