د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ صدر بوسټر شارټ لګولو سره د كورونا په رنځ اخته شو

ملګري ملتونه 23 دسمبر(اے پي پي) د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ صدر عبدالله شاهد د كورونا واكسين بوسټر شارټ لګولو سره د كورونا په رنځ اخته شوے او د دې نه پس ئې خپل ځان په كور كښې جلا كړے دے. د چينائي مېډيا له مخې ده تېره ورځ په خپل يو ټويټ كښې ووئيل چې د ده د كورونا ټېسټ مثبت راغلے خو خپل ځان ئې په كور كښې جلا كړے دے. ده ووئيل چې ده د كورونا واكسين دواړه خوراكونه لګولي او د دې نه پس ئې بوسټر شارټ هم لګولې و. ده ووئيل چې د ده دريځ د واكسين مساوي تقسيم دے او د ده دعاګانې ځپليو او د كورونا واكسين ته رسنه نه لرونكو سره دي