د خواجه سعد رفيق په مشرۍ كښې مهمه غونډه

اسلام آباد 19 مئي(اے پي پي)د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي چې د کراچۍ نه تر پېښور په مېن لائن د سي پېك له مخې د زر اربه روپو سرمايه كاري خوشبينه ده خو دې سره سره پاكستان رېلويز ټول هېواد كښې د وړو او لويو ښارونو ترمېنځه په برانچ لائنونو چېلېدونكي رېل ګاډي هم نشي نظر انداز كولې٬ مونږ له به د دې حالت ښه كول …

اسلام آباد 19 مئي(اے پي پي)د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي چې د کراچۍ نه تر پېښور په مېن لائن د سي پېك له مخې د زر اربه روپو سرمايه كاري خوشبينه ده خو دې سره سره پاكستان رېلويز ټول هېواد كښې د وړو او لويو ښارونو ترمېنځه په برانچ لائنونو چېلېدونكي رېل ګاډي هم نشي نظر انداز كولې٬ مونږ له به د دې حالت ښه كول وي٬ خپلو مسافرو ته هر ډول سفري اسانۍ وركول دي۔ ده تېره ورځ په برانچ لائنونو چلېدونكې د رېل ګاډو ښه كولو په اړه د يوې غونډې مشري كوله په دې موقع د دوهم جنرل منېجر عبدالحميد رازي د ملت اېکسپرېس، بهاؤالدین زکریا اېکسپرېس، سندل اېکسپرېس، لاثاني اېکسپرېس، فېض احمد فېض اېکسپرېس، اټك پسنجر، پنډۍ پسنجر، جند پسنجر، بدین اېکسپرېس، چمن پسنجر، چناب اېکسپرېس او ملکوال پنډ دادن خان څخه چلېدونكې د شټل اېکسپرېس پشمول د نوور رېل ګاډو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړٶ۔ غونډه كښې ووئيل شول چې پاكستان رېلوے د برانچ لائنونو مسافرو لپاره په كرايو كښې لس فيصده رعايت كړې۔ په غونډه كښې د پاكستان رېلوے چيف اېګزېكټو افيسر جاوېد انور، د فنانس غړې غلام مصطفی، د انفراسټركچر دوهم جنرل منېجر همایون رشید، د ټرافيك دوهم جنرل منېجر عبد الحمید رازي، ټيكنيكل جنرل منېجر انصر باللہ، اېف اے اېنډ سي اے او ډاکټر محمد سعید، چیف آپرېټنګ سپرنټنډنټ آفیسر وقار احمد شاهد، چیف کمرشل منېجر نوید مبشر او نورو افسرانو هم ګډون وكړو۔