اسلام آباد 19 مئی (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق وئيلي دي چې د پاکستان سالمیت او قامی سلامتیا ټولو له مقدم ده، د کلبھوشن یادیو په اړه د انصاف نړيوال عدالت په پريكړه بايد سیاست ونه كړې شي۔ د جمعې په ورځ پارلیمنټ هاؤس كښې د پارلماني خبريالانو ایسوسی اېشن او هېواد څخه راغليو سینئر خبريالانو پھ اعزاز كښې د خپل اړخه وركړې شوي د …
پارلمانی خبريالان دې د قائمه کمېټو کارکردګی ښه كولو له تحریری تجاویز وركړي
اسلام آباد 19 مئی (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق وئيلي دي چې د پاکستان سالمیت او قامی سلامتیا ټولو له مقدم ده، د کلبھوشن یادیو په اړه د انصاف نړيوال عدالت په پريكړه بايد سیاست ونه كړې شي۔ د جمعې په ورځ پارلیمنټ هاؤس كښې د پارلماني خبريالانو ایسوسی اېشن او هېواد څخه راغليو سینئر خبريالانو پھ اعزاز كښې د خپل اړخه وركړې شوي د ماسپښين ميلمستيا ته خطاب کښې ده ووئيل پارلمانی خبريالان او په خاص توګه د پی آر اے سره يو خاص خپلولي لرو او دا زمونږ لپاره د يوې اثاثې حیثیت لري۔ ده ووئيل بايد پارلماني خبريالان د پارلیمنټ د قائمه کمېټو کارکردګی ښه كولو له تحریری تجاویز وركړي۔ دې نه پس ده د خبريالانو د پوښتنو ځوابونه وركولو سره ووئيل د کلبھوشن د سزا معامله د قامی اهمیت مسئله ده ،بايد پھ دې سیاست ونه كړې شي۔ زه دې کېس په اړه زيات تفصیلات نه لرم ځكه په دې نوره تبصرہ نه شم كولې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د ډان خبر په معامله ټولو ادارو خپل مثبت کردار ترسره كړے۔ د قامی سلامتیا کمېټۍ غونډې رابللو په اړه ده ووئيل د کلبھوشن په معامله د قامی سلامتیا کمېټۍ غونډه رابللې كيدې شي۔ ده ووئيل د میډیا تنقید زمونږ لپاره د لارښودنې سبب ګرځي۔










