اسلام آباد 18 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د كونسل آف پاكستان نيوز پېپرز اېډيټرز ﴿سي پي اېن اي﴾ نويو ټاكل شويو مشرانو ته مباركي وركړې۔ د زيارت په ورځ د مباركي په خپل پېغام كښې وزيراعظم ضيا شاهد ته د تنظيم صدر په ټاكل كېدو٬ اعجاز الحق ته د سېكتر او نورو مشرانو ته په ټاكنه مباركي وركړه۔ د وزيراعظم د دفتر لخوا جاري شوي بيان …
حكومت به د صحافت د آزادې ودې او د فعاله مېډيا پرمختګ لپاره هر ډول ممكنه مرسته كوي
اسلام آباد 18 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د كونسل آف پاكستان نيوز پېپرز اېډيټرز ﴿سي پي اېن اي﴾ نويو ټاكل شويو مشرانو ته مباركي وركړې۔ د زيارت په ورځ د مباركي په خپل پېغام كښې وزيراعظم ضيا شاهد ته د تنظيم صدر په ټاكل كېدو٬ اعجاز الحق ته د سېكتر او نورو مشرانو ته په ټاكنه مباركي وركړه۔ د وزيراعظم د دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم په پاكستان كښې د جمهوريت په استحكام كښې د پرنټ مېډيا كردار په ډاګه كولو سره ووئيل چې حكومت به د صحافت د آزادې ودې او د فعاله مېډيا پرمختګ لپاره هر ډول ممكنه مرسته او ملاتړ كوي










