افغانستان د روان بحران نه ويستلو لپاره دې د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل كوټلې تګلاره وضعه كړي۔ وزيراعظم عمران خان

PRIME MINISTER IMRAN KHAN ADDRESSES AT THE 17TH EXTRAORDINARY SESSION OF OIC COUNCIL OF FOREIGN MINISTERS. ISLAMABAD ON DECEMBER 19, 2021.

اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي مستحكم افغانستان د منطقې په ګټه دے٬ د افغانستان موجوده صورتحال ډېر سنګين دے٬ د افغان اولس مرستې لپاره په دسمدستي توګه اقداماتو ته اړتيا ده، افغانستان څخه ګاؤنډي هېوادونه د كډه كوؤنكو لاره نيولو لپاره په افغانستان كښې مستحكم حكومت ته اړتيا ده٬ پاکستان د وړاندې نه د 30 لكه نه د زيات افغان كډوالو له څلورو لسيزو راهيسې كوربتوب كوي، هره ټولنه د انساني او د مېرمنو حقونو بېل تصور لري٬ مونږ له به د دې حقونو پحقله د حساسيت ادراك كول وي، كه يو حكومت خپلو ملازمانو او طبي عملې ته تنخاګانو نه شي وركولې نو ھغه مستحكم نشي پاتې كېدې، د اسلامي مرستې تنظيم غړٶ هېوادونو له د فلسطين او كشمير كشالو حل لپاره په اړوند قراردادونو زور رواړل پكار دي، اسلامو فوبيا يوه اهم مسئله ده٬ د نائن الېون نه پس دا تر خطر ناك حده زياته شوې ده، او آئي سي دې د دې مخنيوي لپاره خپل كردار ولوبوي، افغانستان د اوسني بحران نه ويستلو لپاره دې د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل كوټلې لائحه وضعه كړي، هيله لرو چې او آئي سي به د سوله ايز افغانستان لپاره خپل كردار ولوبوي۔ وزيراعظم دا خبرې د اتوار په ورځ د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) د خارجه وزيرانو كونسل 17مې غونډې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ په غونډه كښې د او آئي سي عمومي سېكتر حسېن ابراهيم طهٰ، د اسلامي پرمختيائي بېنك چيئرمېن ډاکټر محمد سلمان الجاسر، د ملګرو ملتونو بشري حقونو لپاره دوهم عمومي سېكتر، د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان، د ترکيه خارجه وزير ميولت کاوسګلو، د اردون خارجه وزير اېمن الصفدي، د نائيجير خارجه وزير يوسف محمد او خارجه وزير شاه محمود قرېشي هم وېنا وكړه۔ وزيراعظم عمران خان د ټولو ګډون كوٶنكو هركلي كولو سره ووئيل د اسلامي مرستې تنظيم دا غېر معمولي غونډه د افغانستان په روان بحران غور لپاره رابللې شوې ده٬ څومره ستونزې چې افغان اولس پورته كړې دي نور چا نه دي پورته كړي٬ د افغانستان د وضعې له امله د ټولو نه زيات زيان پاكستان پورته كړې ٬ افغانستان د تېرو څلورو لسيزو راهسې كورنۍ جګړې سره مخ دے، زياتره آبادۍ ئې كډه كړې ده٬ د نړۍ يو هېواد د افغانستان هومره ستونزې نه دي ليدلې۔ ده ووئيل دا خبره د اطمينان وړ ده چې په کنفرنس كښې ګډون كوٶنكي مېلمانه د افغان وضعې نه خبر دي۔ ده ووئيل د افغانستان بېنکنګ نظام جمود سره مخ دے، د هر هېواد بېنکنګ نظام كښې چې جمود وي په ھغه هېواد كښې استحكام نشي راتلے٬ د افغانستان مسئله د څلور كروړه انسانانو مسئله ده٬ په دې بحران كښې د مخكښې نه تاخير شوې دې٬ دلته د جوړ شوي ټولشموله لنډمهاله حكومت خارجه وزير د لګولې شوې دريو شرطونو پوره كولو لپاره عزم ښكاره كړې۔ وزيراعظم ووئيل په هره معاشره كښې د بشري حقونو او مېرمنو حقونو تصور شته ٬ د پاکستان د خېبر پښتونخوا كلتور افغانستان سره سم دے۔ د ښاريو او كليوالو سيمو كلتور كښې واضح فرق دے٬ د پېښور كلتور افغانستان سره د تړون لرونكو ښاريو نه مختلف دے٬ مونږ له د بشري او مېرمنو د حقونو پحقله د حساسيت ادراك كول پكار دے۔ ده ووئيل د افغانستان واكداران خپلو ملازمانو تر دې چې ډاكټرانو او طبي عملے له تنخا نشي وركولې٬ داسې يو حكومت نشي مستحكم كېدې٬ افغانستان څخه په پاکستان كښې د ترهګرۍ لاره نيولو لپاره په ځائي كچه مستحكم حكومت ته اړتيا ده٬ پاکستان د افغان جنګ نه پس د اتيا زره كسانو قربانۍ وركړې٬ د سل اربه ډالرو نه زيات معاشي زيان رارسېدلې٬ د 30 لكه نه زيات افغان كډوالو د تېرو څلورو لسيزو راهسې پرله پسې كوربتوب كوو٬ كه په افغانستان كښې امن او استحکام رانشي نو نور كډوال راتللې شي٬ ګرده نړۍ د كډوالو مسئلې سره مخ ده٬ ايران هم په افغانستان كښې د عدم استحكام له امله نورو كډوالو سره مخ كېدې شي۔ وزيراعظم ووئيل كه پرمختللې هېوادونو لپاره كډوال مسئله ده نو د پاكستان غوندې غريب هېواد څنګه د لكهونو په شمېر د كډوالو كوربتوب برداشت كولې شي٬ هيله لرو چې او آئي سي به سوله ايز افغانستان لپاره خپل كردار ولوبوي۔ وزيراعظم ووئيل د اسلامي پرمختيائي بېنك چيئرمېن لخوا په سمدستي توګه او د اٶږدې مودې اقدامات اهم دي٬ ده ووئيل د او آئي سي خارجه وزيران دې د افغانستان د موجوده بحران حل لپاره يو واضح روډ مېپ سره رامخې ته شي دغسې چې په افغانستان كښې د دې بحران خاتمه ممكن كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل د کشمير او د فلسطين د اولس سترګې هم زمونږ په پلو دي٬ د دوي بشري او د جمهوري حقونو خلاف ورزۍ روانې دي٬ دوي ته د ملګرو ملتونو لخوا په وركړې شوې حقونو هم عملدرآمد ونه كړې شو٬ مونږ له به د او آئي سي فورم څخه په دې لړ كښې هم كردار لوبول وي۔ وزيراعظم ووئيل اسلامو فوبيا د نړۍ تر ټولو لويه مسئله ده٬ د دې پېل د نائن الېون نه پس شوې كوم چې اوس تر خطرناك حد زيات شوې دے، په نيوزي لېنډ كښې په جومات دننه د 50 نه زيات مسلمانان شهيدان كړې شوي٬ په لويديز كښې د اسلام پيغام پحقله شعور نشته او د اسلام پحقله د فهم نشتوالي له امله خليج زياتېږي ٬ او آئي سي لپاره دا خبره اهمه ده چې ھغه په دې لړ كښې خپل كردار ولوبوي٬ لويديز د اسلام په ضد پروپېګنډه كوي، رحمت اللعالمينۖ اتھارټي به د ګردې نړۍ اسلامي پوهانو سره په مشاورت د دې ځواب وركوي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ رحمت للعالمينۖ اتھارټي جوړه كړے ده٬ دا اتھارټي به د ګردې نړۍ د اسلامي سكالرانو سره په مشاورت د اسلام حقيقي تشخص رامخې ته كوي۔ ده ووئيل اسلام يو دے او ھغه اسلام زمونږ د نبي حضرت محمدۖ دے٬ حضرت محمدۖ د ګردې نړۍ مسلمانانو لپاره رحمت للعالمينۖ دے څنګه چې الله تعاليٰ ټٶلو انسانانو لپاره رب العالمين دې دغسې حضرت محمدۖ رحمت للعالمين دے۔ ده ووئيل مونږ د رحمت للعالمينۖ اتھارټۍ د لارې ګرده نړۍ كښې د اسلام اصل تصور رامخې ته كوٶ۔ ده د او آئي سي غړو هېوادونو ته ووئيل چې ھغوي دې افغانستان د بحران نه رابهر كولو لپاره كوټلې لائحه وضعه كړي٬ د افغانستان مرسته كول زمونږ مذهبي فريضه ده، د افغانستان زياتره آبادي د غربت نه لاندې ژوند كوي، دا د افغان اولس د بقاء مسئله ده٬ د افغان اولس مرستې لپاره په سمدستي توګه اقداماتو ته اړتيا ده٬ د افغانستان موجوده صورتحال ډېر سنګين دے۔ ده ووېيل د ګردې نړۍ غوندې زمونږ معيشت هم د كورونا له امله ځپلې شوې دے۔