د فاټا لپاره د قانون سازۍ مخنيوي لپاره د امر تاثر سم نه دے

اسلام آباد 18 مئی(اے پی پی) د ریاستونو او سرحدی چارو وفاقی وزیر جنرل (ر) عبدالقادر بلوچ وئيلي دي د ميډيا د دې تاثر وركولو هڅه شوي چې وزیراعظم د فاټا قانون سازۍ مخ نيوي له امر كړے ‘دا تاثر سم نه دے ‘فاټا په حقله قانون سازی كښې د تندۍ نه كولو غوښتنه د اړوندې كمېټۍ غړو كړي ‘ د فاټا غړو په وينا چې رواج ایکټ څخه وړاندې …

اسلام آباد 18 مئی(اے پی پی) د ریاستونو او سرحدی چارو وفاقی وزیر جنرل (ر) عبدالقادر بلوچ وئيلي دي د ميډيا د دې تاثر وركولو هڅه شوي چې وزیراعظم د فاټا قانون سازۍ مخ نيوي له امر كړے ‘دا تاثر سم نه دے ‘فاټا په حقله قانون سازی كښې د تندۍ نه كولو غوښتنه د اړوندې كمېټۍ غړو كړي ‘ د فاټا غړو په وينا چې رواج ایکټ څخه وړاندې بائد د فاټا انضمام زر تر زره وكړې شي۔ د زيارت پھ ورځ قامی اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې غړو لخوا د فاټا اصلاحات په اړه پورته كړې شوي نكتې په ځواب وفاقی وزیر جنرل (ر) عبدالقادر بلوچ ووئيل مونږ چې د كوم آئین سوګند پورته كړے د هغې پابند يو۔ ده ووئيل د آئین آرټیکل (1) ترمخه قبائلی سيمو ته د وفاق د سيورې لاندې سيمه وئيلي شوې۔ آئین كښې بلوچستان او خېبر پښتونخوا قبائلی سيمو تعریف شوے ، اولس مشر ته د آئین ترمخه اختیار ترلاسه دے چې د پاکستان قبائلی سيمو په اړه د قبائلی جرګې په سفارشات پريكړه وكړي۔ ده ووئېل دا ټوله کارروائی د قبائلی جرګې په سفارشاتو شوې۔ دا سفارشات په 36 نکتو كښې يوه نكته دا ده چې 5 كاله كښې دې فاټا ضم كړې شي او يوه نكته دا هم ده چې اېف سی آر دې ختم كړې شي۔ دې لپاره مونږ د ریګولېشن په ځائې رواج ایکټ ایوان ته وړاندې كړے، ده ووئېل بل قائمه کمېټۍ كښې دے او د راپور نه پس به قامی اسمبلۍ ته وړاندې كولې شي۔وفاقې وزير ووئېل د کمېټۍ غړو وئيلي دي مونږ له دې د فاټا چارو جاج اخستو له وخت راكړې شي او تندي دې ونه كړې شي۔