هانګ کانګ۔ 17 مئی (اے پی پی) وزیر اعظم محمد نواز شریف وئيلي دي پاكستان د يو محفوظ هېواد په توګه رامخې ته كېږي۔ د سرمايه كارۍ آزادو پالېسو په سوب پاكستان د غوره پرمختګ په لاره روان شوے دے ۔ ده په هانګ كانګ كښې پاکستان انوېسټمنټ فورم كښې كاروباري لارښودو ته خطاب كولو۔ د ون بېلټ ون روډ په سرخط دا فورم چائنه انووېټو فنانس ګروپ لمېټډ او …
پاكستان د سرمايه كارۍ خپلواكې پالېسۍ په سوب د پرمختګ په لاره روان شوے
هانګ کانګ۔ 17 مئی (اے پی پی) وزیر اعظم محمد نواز شریف وئيلي دي پاكستان د يو محفوظ هېواد په توګه رامخې ته كېږي۔ د سرمايه كارۍ آزادو پالېسو په سوب پاكستان د غوره پرمختګ په لاره روان شوے دے ۔ ده په هانګ كانګ كښې پاکستان انوېسټمنټ فورم كښې كاروباري لارښودو ته خطاب كولو۔ د ون بېلټ ون روډ په سرخط دا فورم چائنه انووېټو فنانس ګروپ لمېټډ او قونصلېټ جنرل آف پاکستان په ګډه راجوړ كړے ؤه ۔وزيراعظم د هانګ كانګ كاروباري ورورولۍ ته پاكستان كښې د سرمايه كارۍ ٬ ستراتيجيكي لوكېشن ٬ بشري او مادي وسيلو ٬ سياسي استحكام او د غوره سرمايه كارۍ پالېسۍ څخه د استفادې كولو بلنه وركړه۔ ده ووئيل سره د يو شمېر چېلنجونو پاكستان د يو رامخې ته كېدونكے معيشت او د سرمايه كارۍ او كاروبار منزل جوړېږي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان د نړۍ 6م زياته وداني لرونكے هېواد دے چرته چې 8 كروړه وداني په منځومانه طبقه مشتمله ده۔ او د هېواد سرمايه كارۍ له په زړه پورې چاپېرچل لري۔ ده ووئيل پاكستان غېر ملكي سرمايې لپاره كوم شرط نه لري۔ او سرمايه كار 14 100 فيصده منافع بهر هېوادونو ته منتقل كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان كښې كال 2013ء كښې د جي ډي پي شرح نمو 3 فيصده څخه سږ كال تر 5.5 فيصده رسېدو امكان لري او په راتلونكو دوه كلونو كښې به دا 7.7 فيصده ته ورسي۔ وزیراعظم ووئيل سي پېك پروژه رابطو او د منطقې هېوادونه يو بل سره تړلو له يو مهمه او سيمه ايزه پروژه ده چې ورسره به منطقه كښې خوشحالي راشي۔ محمد نواز شریف ووئيل زما ويژن د اقتصادي پرمختګ د لارې اولس واكمند جوړول دي۔ سي پېك منصوبه د اولس ژوند ښه كولو صلاحيت لري۔ ده ووئيل اقتصادي راهداري به كاشغر ګوادر سره وتړي۔ په دې مهال وزيراعظم فورم كښې ګډون كوؤنكو ته ووئيل په كال 2013ﺀ كښې جې كله زمونږ حكومت جوړ شو نو پاكستان د توان كمي ٬ ګرانۍ ٬ د زرمبادله او امنيت ناوړه حالت په ډول مسئلو سره مخ وو۔ اوسني حكومت فعاله منصوبه بندۍ سره د هېواد معيشت مستحكم كړو۔ حکومت ګډ ګورننس ٬ مالياني نظام ٬ كاروباري اصلاحات او د سماجي تحفظ پروګرام لا پراخه كولو له هغه ګامونه پورته كړل چې ورسره د غېر ملكي زر مبادلې پنګې ښكاره زياتې شوې۔ وزيراعظم ووئېل ووئيل کراچی سټاک انډېکس د څلورو كلونو نه په كمه موده كښې درې چنده زيات شوې۔ نړيوالو مالياتي ادارو د پاكستان رېټنګ ښه كړې۔ د كاروباري شخصياتو او سرمايه كارو اجتماع ته د پاكستان معيشت په اړه خپل بشپړ بريفېنګ كښې د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن مفتاح اسماعیل ووئيل د غېر ملكي زر مبادلې پنګې 23 اربه ډالرو ته رسېدلې دي او سټاک اېکسچېنج د 53 زره پوائنټس حد څخه تېر شوې۔ د جی ډی پی نمو 4.7 فیصد ده۔۔ غېرملکی ترسیلات زر د 21 ارب ډالره دي۔ مفتاح اسماعیل ووئيل پاكستان د 60 زره مېګاواټ پن برېښنا پېدا كولو صلاحيت لري۔ ده ووئيل پاكستان د 184 ملینه بېرل خام تېلو ، د 26 ټریلینه مکعب فټ قدرتی ګاز ، د 100 ملینه ټنه مالګې ، د 1352 ملین ټن اوسپنې ، د 175 زره ملين ټن سكرو او د سرو زرو 5 مې لويې پنګې لرونكے هېواد دے۔ د پومبې په پېداوار كښې پاكستان د نړۍ څلورم ٬ غنمو كښې 8م وريژو كښې 11م٬ پيو كښې 5م او د غوښې په پېداوار كشې 9 م هېواد دے۔ چیف اېګزېکټو هانګ کانګ لیونګ چن ینګ وزیراعظم ته په ون بېلټ ون روډ فورم كښې په زړه پورې خطاب كولو مباركي وركولو په دې خبره د اطمينان څرګندونه وكړه چې امن ٬ پرمختګ او د خوشحالۍ مقصد لپاره د پاكستان پورته كړې ګامونه د ستائنې وړ دي۔ ده د پاكستان كاروباري ورورولۍ زور راوړو چې هغوي دې د شته موقعو څخه استفاده وكړي۔ ده ووئيل د هانګ كانګ مجموعي وداني 66 ملینه ده او پاكستان لپاره دا پراخا موقعې لري۔ په دې مهال د دواړو حكومتونو ترمينځه د دوه چنده ټېكس څخه د ډډې كولو په لوظنامه د لاس ليك هم ذكر وشو۔










