
اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي د انټرنېټ او ټيکنالوجۍ په كارولو د هېواد سېلګرۍ ته وده وركړې كېدې شي، د سېلګرۍ په څانګه كښې د انساني وسائلو كمے په تربيه تر سره ترسره كېدے شي، د سېلګرۍ پحقله خدمات او سهولتونو كښې بهترۍ سره دې څانګې ته وده وركړې كېدې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه صدر د جمعې په ورځ د غرونو نړيوالې ورځ په مناسبت سره ”غرونو كښې د تل پاتې سېلګرۍ او د لوبو وده” په سرخط كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه ٬ صدر مملکت ډاکټر عارف علوي ووئيل زه د سېلګرۍ ډېر شوق لرم٬ پاكستان د نړۍ په ښائسته هيوادونو كښې يو دے۔ ده ووئيل دلته د بدھ مت يو شمېر مذهبي مقامات او آثار موجود دي، په هېواد كښې مذهبي او كلتوري سېلګرۍ ته وده وركولو ته اړتيا ده، اباسين د موهنجوداړو د تهذيب مركز ٶ۔ ده ووئيل د سېل سره سره ماحول هم ساتل دي٬ وخت سره سره د سېلګرۍ په ځايونو فشار زيات شوے۔ ده ووئيل د ګلګت بلتستان ښائسته مناظر كتلو لپاره سېلګري راځي او دلته د ځائي آبادۍ نه زيات خلق سېل سپاټې لپاره راځي او ځائي خلق دوي ته په كورونو كښې د پاتې كېدو او خوراك څښاك سهولتونه وركوي٬ د ووئېل د ګلګت بلتستان او خېبرپښتونخوا په پوهنتونونو كښې ګائيډز، هوټل مېنجرز او د ډرائيورز شارټ كورسونه كېږي۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان خپله سېل او ښائسته نظارې خوښوي او هېواد كښې د سېلګرۍ وده غواړي۔ ده ووئيل دا په هېواد كښې د سېلګرۍ ته په تندۍ سره د ودې وركولو ښه وخت دے مونږ له نړۍ ته د خپل هېواد ښائسته ځايونه ښودل دي ځكه چې دې سره به هېواد ته سرمايه هم راشي۔ په دې موقع د پاكستان ټورازم ډويلپمنټ كارپوېشن اېم ډي آفتاب رانا هم وېنا وكړه۔ د دستورې په مهال غر سر كونكي محمد علي سدپار پشمول نورو اتلانو لپاره فاتحه خواني وكړې شوه۔ په دې موقع صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د جګو غرونو سر ته رسېدونكو له اېوارډز وركړل