
اسلام آباد 04نومبر (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د خېبر پښتونخوا دوه ورځنې دورې په موقع د پېښور وزيراعلٰی هاٶس ته ورسېدو. د ايوان صدر د پرېس ونګ لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې وزيراعلٰی هاٶس ته په رسېدو وزيراعلٰی او د صوبائي كابينې غړو د صدر مملكت تود هركلې وكړو. صدر مملكت ډاكټر عارف علوي سره د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان ملاقات وكړو. د ملاقات په مهال په صوبه كښې د اولس د خېر ښېګړې په اقداماتو او د اصلاحاتو عمل پشمول په نورو چارو خبرې وشوې.