پاکستان د هند تریپورہ ښار كښې د انتها خوښو هندوانو د اړخه د مسلمانانو ګڼ جوماتونو٬ كورونو او دکانونو ته د زيان رسولو غندنه كوي، د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان د هند تریپورہ ښار كښې د انتها خوښو هندوانو د اړخه د مسلمانانو ګڼ جوماتونو٬ كورونو او دکانونو ته د زيان رسولو غندنه كړې ده۔د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند د هند تریپورہ ښار كښې د جومات سپكاوي كولو او د مسلمانانو املاك ته په زيان رسولو د سخت غبرګون څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې دا بريدونه د تيرې اوونۍ راهسې راروان دي دغسې ریاستي مشینري د مسلمانانو او د هغوي د املاك تحفظ كښې ناکامه شوې۔وياند ووئيل بي جے پي د آر اېس اېس نظريے له مخې هندوتوا ریکارډ 2002 كښې ګجرات نه تر 2020 نوې ډيلې د مسلمانانو قتل عام او منظم بشري حقونو خلاف ورزیو څخه ډك دې۔ د نن هند كښې اقلیتونو لپاره ځائې ختم شوې ،كومه چې د غندې وړ خبره ده۔وياند ووئيل پاکستان د نړيوالې ورورولۍ خخه غوښتنه كوي چې د اسلامو فوبیا زيات شوې لهر او هند كښې د اقلیتونو او په خاص توګه د مسلمانانو په ضد بريدونو مخنيوي لپاره كردار ترسره كړي او د هغوي حفاظت، سلامتیا او ښېګړې او د هغوې د عبادت ځايونه او كلتورې ورثے ځايونو تحفظ باوري كړي۔