مونږ لپاره تر ټولو مقدس سركار دوعالم(ص)دے ٬زمونږ په موجودګۍ كښې د اسمبلۍ څخه كوم قانون خو لرې خبره ده د دين په ضد يو لفظ هم نشي منظورېدے۔د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر

اسلام آباد 18 اکتوبر(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر وئېلي دي مونږ لپاره تر ټولو مقدس سركار دوعالم(ص)دے ٬زمونږ په موجودګۍ كښې د اسمبلۍ څخه كوم قانون خو لرې خبره ده د دين په ضد يو لفظ هم نشي منظورېدے۔هغه د ګل په ورځ په پي اېن سي اے كښې د مذهبي چارو وزارت د سيوري لاندې د عشره رحمت اللعالمين(ص)په لړ كښې د نعتونو محفل ته خطاب كولو۔په دې موقع د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري٬وزيرمملكت علي محمد خان پشمول د پارليمان غړي او نور مشران موجود وو۔سپيكر دستورې ته ووئيل د دې نه وړاندې تر پنځو كلونو زمونږ په خېبرپښتونخوا كښې حكومت پاتې شوے خو مونږ هغه وخت هېڅ تجربه نه لرله ٬ خو زمونږ خواهش ؤ چې مونږ د اسلام لپاره څه وكړو ځكه مونږ هلته په پرائيوېټ كاروبار كښې د سود لين دين په ضد بل منظور كړو كوم به چې د قامي اسمبلۍ څخه هم منظورولې شي او د حضور محمد صلی الله عليه وآله وسلم سيرت په نصاب كښې شامل كړے شو ۔ ده ووئېل مونږ تر لسم پورې ناظره او تر دولسمه د قرآن مجيد ترجمعه تعليم سره لازمي ګرځولې۔په قامي اسمبلۍ كښې د تلاوت نه پس د حديث مبارك بيانولو آغاز شوے ۔ده ووئيل زما د عمران خان سره د 25 كلونو نه ملګرتيا ده ٬ هغه يو رېښتونے عاشق رسول دے