د خاتم النبيين حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم د ولادت ورځ به نن مذهبي جوش او جذبه ٬ عقيدت او احترام سره لمانځلې شي

فېصل آباد 18 اکتوبر(اے پي پي) د خاتم النبيين حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم د ولادت ورځ به ﴿نن﴾ د نهې په ورځ د ربيع الاول په 12 مه نېټه مذهبي جوش او جذبه ٬ عقيدت او احترام سره لمانځلې شي۔ د عيد ميلاد النبي ورځ په بشپړه ډول لمانځلو له ټولې تياريانې بشپړ كړې شوي دي۔ په دې مباركه او مقدسه موقعه به د ډويژن په څلورو واړو ضلعو كښې سيرت كنفرنسونه او د نعت او درود وسلام دستورې كولې شي۔ د فېصل آباد په شمول په ټولو لويو ښارونو كښې به خصوصي لاريونونه ويستلې شي۔ دې سره سره سركاري او نيم سركاري ودانۍ به روښانه كولې شي۔ بل اړخ ته په نجي كچه هم د عيد ميلاد النبي ورځ جوش او جذبې ٬ عقيدت او احترام سره لمانځې ټولې تياريانې بشپړ شوي دي۔ كورونه ٬ دفترونه ٬ جوماتونه ٬ پاركونه ٬ لارې او بازارنو رنګ رنګ بېرغونو ٬ بلبونو او بېنرو سره سنكار كړې شوي دي۔ د ننۍ ورځې مناسبت سره به په بېلو پروګرامونو كښې علماﺀ كرام او د جوماتونو امامان په سيرت النبي او د حضور علېه السلام په پاك ژوند رڼا اچوي۔ د عيد ميلاد النبي په مقدسه او د خوشحالۍ په موقع به ګېریژنز كښې هم خصوصي دستورې كولې شي۔ په صوبائي سر ښارونو كښې به د توپو سلامي كولې شي۔ د ګېرېژنز په شمول په ټولو جوماتونو كښې به قرآن خواني كولې شي او د هېواد سوكالۍ ٬ حفاظت ٬ د بې وزلۍ او ګرانۍ ختمولو او مذهبي همغږۍ له خصوصي دعاګانې غوښتلې شي۔ په دې لړ كښې د مركزي علماﺀ كونسل پاكستان مشر مولانا زاهد محمود قاسمي ووئيل د حضور عليه السلام پاك ژوند د لارې مشال جوړولو سره په ټولو څانګو كښې زبردستې كاميابۍ ترلاسه كېدې شي۔ هغه ووئيل نن به مونږ له د دې خبرې لوظ كول وي چې خپل منځ كښې اختلافات هېرولو سره به مونږ يو موټې كېږو او ديانت دارۍ سره به د هېواد په پرمختګ او تعمير كښې خپل كردار ترسره كوؤ۔