پاكستان د موسمياتي بدلون اقداماتو په سبب په ټوله نړۍ كښې د وړومبي صف هېواد په توګه رامخې ته شوے ٬ټوله نړۍ د پاكستان د كاميابو پالېسو اعتراف كوي۔د وزيراعظم د موسمياتي بدلون خاص مرستيال ملك امين اسلم خبري كنفرنس

اسلام آباد 14اکتوبر(اے پی پی) د وزيراعظم د موسمياتي بدلون خاص مرستيال ملك امين اسلم وئېلي دي وزيراعظم عمران خان د كلائيمټ چېنج كونسل په غونډه كښې پنځه مهمې پريكړې كړي كومې چې په قامي ماحولياتي وژن كښې خاص حېثيت لري٬ پاكستان د موسمياتي بدلون د اقداماتو په سبب په ټوله نړۍ كښې د وړومبي صف هېواد په توګه رامخې ته شوے٬ټوله نړۍ د پاكستان د كاميابو پالېسو اعتراف كوي۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ په مېډيا سنټر كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ده ووئيل وزيراعظم د تګلارې د دستاويز اېن ډي سي منظوري وركړې۔پاكستان ټولې نړۍ ته خپله بيانيه وړاندې كړې او د دې ډاډګيرنه كېږي۔ګڼ شمېر هېوادونه د پاكستان د هڅو ستائنه كوي او پاكستان سره د لس اربه اونو پروګرام پشان شراكت غواړي چې مقصد يې ماحولياتي آلودګي او نړيواله تودوخه كمول دي۔ده ووئيل سعودي د پنځوس اربه اونو نالولو پلان ټول مينځني ختيز لپاره د پېل كولو پروژه لري كومه چې د وزيراعظم د لس اربه اونو نالولو د وژن له مخې ده۔ده ووئيل د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان وزيراعظم عمران خان ته د نړيوالو مشرانو غونډې ته د ځانګړې وېنا كولو بلنه وركړې كومه چې د روانې مياشتې په 25م اكتوبر كېږي۔سعودي د نړيوال ماحولياتي كنفرنس پرانستې لپاره وزيراعظم عمران خان ته خاص بلنه وركړې دغسې نورو نړيوالو ادارو او هېوادونو د پاكستان د پالېسو ستائنه كړې ده ۔