لیفټیننټ جنرل ندیم انجم ډائریکټر جنرل انټر سروسز انټیلی جنس (آئي اېس آئي) تعینات کړے شو

پيندۍ 06 اکتوبر (اے پي پي) لیفټیننټ جنرل ندیم انجم ډائریکټر جنرل انټر سروسز انټیلی جنس (آئي اېس آئي) تعینات کړے شوے۔ د آئي اېس پي آر له مخې پاك پوځ كښې د اعلیٰ پائې تقررې او تبادلې شوي۔ لیفټیننټ جنرل ندېم احمد انجم د آئي اېس آئي ډي جي تعینات کړے شوے ٬ دغسې لیفټیننټ جنرل محمد سعید د كراچۍ کور کمانډر تعینات شوے ۔دې څخه وړاندې لیفټیننټ جنرل فیض حمید د پېښور کور کمانډر تعینات کړے شوے۔دې نه ځانله لیفټیننټ جنرل محمد عامر د ګوجرانواله کور کمانډر او لیفټیننټ جنرل عاصم منیر کوارټر ماسټر جنرل تعینات کړے شوي۔ لیفټیننټ جنرل نعمان محمود صدر نېشنل ډیفنس یونیورسټی تعینات کړے شوے ٬ دغسې میجر جنرل عاصم ملك له د لیفټیننټ جنرل په چوكۍ ترقي وركولو سره هغه د پاك پوځ ایډجوټنټ جنرل لګولے شوے۔