په صوماليه كښې 14 لكه ماشومان د خوراك كمي سره مخ دي۔ يونيسېف

ملګري ملتونه 03 مئي ﴿اے پي پي﴾ د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې يونيسېف وئيلي دي چې په صوماليه كښې 14 لكه ماشومان د خوراك كمي سره مخ دي۔ د المانې مېډيا له مخې يونيسېف وئيلي دي چې د وچكالې له امله په قرن افريقه كښې 6 مليونه خلق د خوراك كمي سره مخ دي۔ دا شمېره د ټولې آبادې نيمه جوړېږي۔ په كال 2011م كښې په دې سيمه كښې …

ملګري ملتونه 03 مئي ﴿اے پي پي﴾ د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې يونيسېف وئيلي دي چې په صوماليه كښې 14 لكه ماشومان د خوراك كمي سره مخ دي۔ د المانې مېډيا له مخې يونيسېف وئيلي دي چې د وچكالې له امله په قرن افريقه كښې 6 مليونه خلق د خوراك كمي سره مخ دي۔ دا شمېره د ټولې آبادې نيمه جوړېږي۔ په كال 2011م كښې په دې سيمه كښې قحط د دوه نيم لكه خلقو ژوند اخيستې و۔ د يونيسېف له مخې په صوماليه كښې دوه لكه 75 زره ماشومان داسې دي كوم چې د خوراك سخت كمي سره مخ دي