
طارق عزیز
ترجمه: ډاكټر محمد واحد الله ايوب الازهري
اسلام آباد۔20ستمبر(اے پی پی) پاكستان په افغانستان كښې په خاص توګه د تېرې يوې مياشتې څخه په بيړه د بدلېدونكې منظرنامې تر مخه امن او استحكام بحالولو له كليدي كردار ترسره كوي او د پخوا په څيير نن هم خپل په زړه پورې او حقيقي هڅو سره د تلپاتي امن او استحكام يوازيني مقصد له تر هر چا وړاندې دے٬ كه د امريكا او طالبانو ترمينځه د خبرو اترو په عمل كښې آساني رامخې ته كول وي يا افغانستان كښې د طالبانو واكمنۍ نه وروستو د انخلاﺀ هڅې وي٬ يا بيا د بشري خواخوږۍ په بنياد ترسره كېدونكې كارروائۍ وي ٬ په دې ټولو كښی د پاكستان كردار د ذكر وړ پاتي شوے۔ دې سره سره پاكستان په افغانستان كښې د ټولشموله حكومت په جوړولو هم زور راوړے۔ د افغان چارو كار پوهه او سياسي تجزيه كارو له مخې د نزدې ګاونډي هېواد په حېث افغانستان كښې د استحكام نشتوالے ٬ د كډوالو راتګ او په لويه كچه د معاشي زيان په صورت پاكستان تر ټول زيات ځپلے شوے۔ پاكستان طالبان امريكې سره خبرو اترو له قائل كړل چې حتمي نتيجه ئې په امن لوظنامه د متفق كېدو په صورت رامخې ته شوه او نړۍ د پاكستان دغه كردار تسليموي۔
افغانستان كښې د طالبانو له واكمند كېدو نه پس پاكستان هغه يوازينے هېواد ؤ كوم چې په رضاكارانه توګه د زرګونو په شمېر د وګړو كابل څخه اسلام آباد پلو راويستلو له مرسته وكړه۔ په افغانستان كښې په روان بحراني دور كښې د پاكستان لخوا افغان اولس لپاره د بشري خواخوږۍ په بنياد د مرستې لړۍ روانه ده۔ پاكستان کابل، قندھار او خوست لپاره په هوائي لاره د مرستې سامان لېږلے۔ د پاک افغان مرستې فورم (پی اے سی ایف) لخوا د طزرخم د لارې هم په بشري بنيادونو د مرستې په توګه د 300 ټنه خوراكي توكو 17 ټركونه افغانستان ته لېږلې شوي۔ د پاک افغان مرستې فورم (پی اے سی اېف) چیئرمین حبیب اللہ خان خټک له مخې د بېلو شتمندو او د پاكستان حكومت په مرسته د C-130 د لارې د 32 ټنه اوړه ٬ 6 ټنه د خوراك تېل او د دوه ټنه داروګانو انتظام شوے۔ دغسې د 17 ټركونو د 300 ټنه خوراكي موادو يوه بله قافله افغانستان ته لېږلې شوې ۔ په دغه سامان كښې 65 ټنه چینی ، درې ټنه دالونه ٬ 190 ټن اوړه ، 11 ټنه د خوراك تېل او 31 ټنه وريژې شاملې دي۔ د انخلا مشن بشپړولو او د بشري خواخوږۍ په بنياد د مرستې كارروائيو سره سره د پاكستان مشرتابه د ټولو كميونټيز نمائندګي لرونكې يو جامع حكومت وعده تر سره كولو له په طالبانو زور راوړي۔ د تاجكستان اوسنۍ دوه ورځنۍ دورې نه وروستو وزيراعظم عمران خان خپل ټويټس كښې وئيلي وو افغانستان كښې ټولشموله حكومت جوړولو له مو طالبانو سره خبرې پېل كړي۔ وزيراعظم په دوشنبے كښې د افغانستان ګاونډيانو هېوادونو لارښودو سره ملاقاتونو او په خصوصي توګه د تاجكستان صدر امام علي رحمانوف سره د اوږدو خبرو اترو نه پس د يو ټولشموله حكومت په خاطر د تاجك ٬ هزاره او ازبك ورورولۍ په افغان حكومت كښې شاملولو له طالبانو سره خبرې پېل كړي۔ وزيراعظم وئيلي دي د 40 كالو جګړی نه وروستو د دې ډلو په اقتدار كښې شموليت به د يو سوله ايز او مستحكم افغانستان ضمانت وركوي كوم چې نه يوازې پخپله د افغانستان بلكې د ګردې منطقې په ګټه دے۔ دا خبره دې ښكاره وي د امريكې او د طالبانو ترمينځه د امن لوظنامې نه واخله تر دې دمه پاکستان نړۍ د وضعې خرابوؤنكو كردار په اړه هم خبر ساتلې۔ دا كردار په افغانستان كښې كله هم امن نه غواړي۔ په يو داسې منظرنامه كښې چې كله ټول سيمه ايز طاقتونه افغانستان كښې امن راوستو او استحكام له هڅې كوي ٬ په داسې وخت كښې هند په غېر معمولي انداز كښې د وړاندې وتلو هڅې كوي ولې چې د امريكائي ځواكونو بېرته ستنېدو نه وروستو افغانستان كښې هند ته زيات زيان رسېدلے۔ افغانستان كښې د امريكا د پاتې كېدو زياته ګټه پورته كونكے هېواد هند ؤ او اوس د هند ميډيا افغانستان څخه په بېرته ستنېدو په امريكې ټكونه كوي۔ هندۍ ميډيا دا د امريكې ناكامي ګرځوي او د بېرته ستنېدو پرېكړه يوه د شرم وړ ماتې په توګه وړاندې كوي او امريكا د شخړې د سوله ايز حل په ضد رامخې ته كولو له هڅې كوي۔ حقيقت دا دے چې هند د كال 2001 نه د افغانستان خاوره د پاكستان په ضد كاروله۔ هند په دغه مهال په بنيادي سټركچر د 3 اربه ډالرو سرمايه كاري كړې۔ د طالبانو اقتدار له د بېا راتللو سره هند ته لوي سفارتي زيان رسېدلے او هغه د افغانستان په حقله د منطقې تر ټولو كمزورے لوبغاړې ګرځېدلے۔ هند په دروغو د اډانه بيانيې د لارې د افغان پوځ صلاحيتونو په اړه نړۍ ته يو جعلي او فرضي عكس وړاندې كولو ولې دا جعلسازي هغه وخت په ډاګه شوه كله چې نزدې د ټول افغانستان اختيار د كوم لوي مزاحمت نه غېر د طالبانو لاس ته راغلو ۔ بلخوا د هند ټولو ډنډورو او تدبيرونو يوا خوا ته كولو سره پاكستان د افغانستان تلپاتي امن او استحكام لپاره هڅې كوي۔ پاكستان پرله پسې په نړۍ زور راوړي چې هغه جنګ ځپلے هېواد يوازې پرې نه ږدي۔ د شنګھائي تعاون تنظيم سرمشريزې غونډې ته خپل خطاب كښې وزيراعظم عمران خان وئيلي نړۍ له به يا افغانستان ځان سره مخ په وړاندې بوتلل وي او يا به يوازې پرېَښودل وي ۔ د افغانستان يوازې پرېښودو سره به غېر مستحكم صورتحال رامخې ته شي٬ د ترهګرۍ پېښی به زياتې شي ٬ د نشائي توكو قاچاق او نړيوال منظم جرمونه به زيات شي او ګاونډي هېوادونه به هم اغېزمند شي۔
د شنګھائی تعاون تنظیم غړو هېوادونو دا دريځ خپل كړے چې د هېواد د ټولو سماجي ٬ سياسي ٬ نسلي او مذهبي ډلو مفاد تر مخه افغانستان كښې د رياستي طاقت قانوني حېثيت بحالول ضروري دي دغسې چې حالات د معمول له مخې شي۔ امن بحال شي ٬ معاشي پرمختګ راشي ٬ د ترهګرۍ مقابله وكړی شي او د انتها خوښۍ او نورو جرمونو مخنيوے وكړے شي۔ د شنګھائي مرستې تنظيم غونډې نه وروستو په جاري كړې اعلاميه كښې غړو هېوادونو په دې خبره اتفاق كړے چې سياسي او سفارتي ذريعې او د نړيوال قانون له مخې په منلے شوو اصولو او ضابطو ولاړ پاتې كېدل د سيمه ايزو شخړو هوارولو يوازينۍ لاره ده بيا هم د اېس سي او د غړي هېواد باوجود هند د تنظيم د مېنډېټ نه يوازې دا چې خلاف ورزي كوي بلكې افغانستان او منطقه كښې د امن خرابولو كردار هم ترسره كوي۔ د قامي سلامتيا صلاحكار د برطانېي په ورځپاڼه ‘دی انډیپنډنټ’ كښې خپور شوي خپل مضمون كښې ليكلي هند په افغانستان کښې حقیقت پټولو لپاره جعلي او غلطه بيانيه خپره كړې٬ پاکستان نن هم لكه د پخوا په زړه پورې او حقيقت لرونکے دریځ وړاندې کوي٬ هغه ووئيل پاكستان افغانستان كښې د جګړې ختمولو له ټول عمري د سياسي صلحې ملاتړ كړے۔ نن افغانستان او نړۍ په يو مهم موړ ولاړ دي۔ پاكستان د ماضي غوندې اوس هم خپله مخلصانه رائې وړاندې كوي كومې ته چې بايد پام وكړے شي۔ هغه ووئيل پاكستان نوي افغان حكومت څخه هغه هيلې لري كومې چې د لوئيديز دي۔ مونږ څو څو وارې د يو داسې حكومت په حاجت زور راوړے كوم چې د ټول افغان اولس د حقونو محافظ وي او دا خبره باوري كړي چې د افغانستان خاوره به ترهګرۍ لپاره د كوم هېواد په ضد ونه كارولې شي۔ هغه ووئيل دا زمونږ او نړيوالې ورورولۍ شريك مقصد دے٬ د دې مقصد باوري كولو له به نړيوالې ورورولۍ له طالبانو سره تعلق ساتل او د هغوي مرسته كول وي۔ د سياسي مبصرينو له مخې افغانستان او ګرده منطقه كښې امن بحالولو ٬ استحكام ٬ پرمختګ او سوكالۍ له د پاكستان لخوا روانې مخلصانه هڅې اګر كه ځينې قوتونه كمزورې كوي بياهم پاكستان افغانستان كښې تلپاتي امن او استحكام لپاره خپل مثبت او تعميري كردار كله هم پرېښودلے نه دے ٬ ولې چې پاكستان دا ګڼي چې د داسې كولو په صورت هغه پخپله هم د بې ثباتۍ اغېز سره مخ كېدے شي او بلخوا په افغانستان كښې د امن او استحكام ګټه به د افغانستان نه پس تر ټولو زياته پاكستان ته ورسي۔
په مننه د اے پي پي