په افغانستان كښې جامع حكومت جوړولو لپاره طالبانو سره مذاكرات پېل كړې شوي دي. وزيراعظم عمران خان

اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې په افغانستان كښې جامع حكومت جوړولو لپاره ده طالبانو سره مذاكرات پېل كړي دي، جامع حكومت به د سوله ايز او مستحكم افغانستان ضامن وي كوم چې يوازې د افغانستان نه بلكې د منطقې په ګټه هم دے. ده دا خبرې د خالي په ورځ په ټويټر په خپلو ټويټونو كښې وكړې. وزيراعظم ووئيل چې په دوشنبه كښې د افغانستان ګاونډي هېوادونو مشرانو سره په ملاقاتونو او په خاص توګه د تاجكستان صدر امام علي رحمانوف سره د اوږدو خبرو نه پس ده د يو ټول شموله حكومت په خاطر په افغان حكومت كښې د تاجك، هزاره او ازبك ټولنې ګډون لپاره طالبانو سره مذاكرات پېل كړي دي. وزيراعظم ووئيل چې د 40 كلونو جګړې نه پس ﴿ د دې ډلو په اقتدار كښې﴾ ګډون به د سوله ايز او مستحكم افغانستان ضامن وي كوم چې يوازې د افغانستان نه بلكې د منطقې په ګټه هم دے.