د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه د اسلام آباد د ايئر هېډكوارټرز دوره٬د پاك فضائيه په آپرېشنل چارو تفصيلي بريفنګ وركړے شو

پېنډي15ستمبر (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاېود باجوه د اسلام آباد ايئر هېډكوارټرز دوره كړې ۔د پاك پوځ سرلښكر ته د پاك فضائيه آپرېشنل په چارو تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)له مخې د ايئر هېډكوارټرز دورې په موقع د پاك پوځ سرلښكر او د ايئر چيف ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ايئر چيف د پاك فضائيه لخوا په روانو بېلو پروژو رڼا واچوله۔د پاك پوځ سرلښكر د پاك فضائيه هېواد لپاره قربانۍ او د قانون نافذ كوونكو ادارو بشپړه مرسته وستائېله۔ده د پي اے اېف د انساني مرستې رسولو او د افغانستان څخه د انخلا كاروائۍ آسانولو كښې كردار هم وستائېلو۔د پاك پوځ سرلښكر د پي اے اېف آپرېشنل تيارو او د ټولو رينكس لوړو حوصلو هم ستائنه وكړه