وړومبنۍ مېرمن بشريٰ بي بي د پنجاب انسټيټيوټ آف مېنټل هيلتھ لاهور دوره وكړه، رنځورانو له د غوره طبي آسانيو وركولو سپارښتنه

لاهور15ستمبر (اے پي پي)وړومېنۍ مېرمن بشريٰ بي بي د شورو په ورځ د پنجاب انسټي ټيوټ آف مېنټل هيلتھ لاهور دوره كړې۔ په دې موقع وړومبنۍ مېرمن د اېمرجنسي وارډ پشمول د روغتون د نورو څانګو دوره وكړه او هتله ذهني رنځورانو له د وركړے شوو سهولتونو ئې جاج واخست٬ په دې موقع وړومبۍ مېرمن د رنځورانو تپوس پوښتنه هم وكړه او د روغتون اتنظاميې لخوا رنځورانو له د وركړے كېدونكو سهولتونو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ په دې موقع وړومبنۍ مېرمن چېف اېګزېكټو ډاكټر اشرف څخه رنځورانو له د وركړے كېدونكو سهولتونو پحقله معلومات ترلاسه كړل۔ په دې موقع وړومبۍ مېرېن د روغتون د كچن هم دوره وكړه او د رنځورانو د خوراك معيار ئې معلوم كړو۔ بشريٰ بي بي د روغتون انتظاميې ته امر وكړو چې رنځورانو ته د ښې درملنې سره سره د خوراك معيار هم لا ښه كړئ۔ دې انسټي ټيوټ ته د نورو سهولتونو وركولو سپارښتنه هم وكړه۔ بشريٰ بي بي د روغتون انتظاميې څخه معلومه كړې چې ايا روغتون كښې د شته سهولتونو څخه رنځوران مطمئن دي او تاسو څنګه دا نور ښه كولې شي ؟ په دې لړ كښې دې انتطاميې ته امر وكړٶ چې رنځورانو ته د ښو سهولتونو وركولو پحقله په تحريري توګه خپل تجويزونه وړاندې كړئ۔ د روغتون انتظاميې وړومبۍ مېرمن ته ووئيل رنځورانو ته سهار نعرے٬ د غرمې ډوډۍ٬ ميوې٬ ماښام چائے او د شپې د خوراك نه علاوه نور نيوټريشنز وركړے كېږي دغسې چې دوي په ذهني توګه مستحكم كړے شي۔ انتظاميې ووئيل د راتلونكي جوننه وړاندې په روغتون كښې پېل كړې شوې منصوبې چې پكښې د بلډنګز جوړولو پشمول نورې منصوبې شاملې دي بشپړې كړې شوي۔ دې انتظاميې ته د نشه يانو رنځوران بحالۍ ته د خاص پام لرنې امر وكړو۔ وړومبېمېرمن په روغتون كښې د ذهني رنځورانو لپاره د جوړو مختلف بلاكس دوره هم وكړه او دوي ته د وركړے كېدونكې درملنې او نورو سهولتونو په اړه معلومات ئې ترلاسه كړل۔ په دې موقع وړومبۍ مېرمن بشريٰ بي بي په انسټيټيوټ آف مېنټل هېلتھ كښې يو بوټے هم نال كړو