وزيراعظم عمران خان به د ستمبر د 16مې نېټې نه تر 17مه نېټه د تاجكستان دوه ورځنې سركاري دوره كوي

اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان به د تاجكستان صدر امام علي رحمانوف په بلنه د ستمبر د 16مې نېټې نه تر 17مه نېټه د تاجكستان دوه ورځنې سركاري دوره كوي. د لوړې كچې وزارتي پلاوي به هم وزيراعظم سره وي. د وزيراعظم لخوا به دا د مېنځنې اسيا دريمه دوره كوي د كومې څخه چې د منطقې هېوادونو سره د پاكستان د زياتېدونكو اړيكو عكاسي كېږي. وزيراعظم عمران خان به په دوشنبه كښې د شنګهائي مرستې تنظيم ﴿اېس سي او﴾ د مشرانو په 20مه غونډه كښې ګډون كوي. د دې څخه وړاندې ده په كال 2019م كښې د جون په 13مه او 14مه نېټه د كرغز جمهوريه په پايه تخت بشكيك كښې د اېس سي او د مشرانو په غونډه كښې او په كال 2020م كښې د نومبر په 10مه نېټه ئې د وېډيو كانفرنس د لارې د روسيې په كوربتوب كښې د مشرانو په غونډه كښې ګډون كړے و. د شنګهائي مرستې تنظيم يو 8 كسيزه مستقل بين الحكومتي سيمه ايز تنظيم دے كوم چې په كال 2001م كښې د جون په 15مه نېټه په شنګهائي كښې جوړ كړے شوے و. پاكستان په كال 2005م كښې د اېس سي او مبصر او په جون كال 2017م كښې د آستانه مشرانو په غونډه كښې د تنظيم مكمل غړے جوړ شو. روسيه، چين، هند، ازبكستان، قازقستان، كرغز جمهوريه او تاجكستان د اېس سي او نور غړي هېوادونه دي. د شنګهائي مرستې په تنظيم كښې اېران، منګوليا، بېلا روس او افغانستان د مبصر او آذربائيجان، آرمينيا، كمبوډيا، نيپال، تركيه او سري لنكا د ډائيلاګ پارټنرز په حېثېت شامل دي. وزيراعظم به د شنګهائي مرستې تنظيم د غونډې په موقع نورو ګډون كوونكو مشرانو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه هم كوي. د اېس سي او د مشرانو په غونډه كښې د ګډون كولو نه پس به وزيراعظم تاجك صدر سره ملاقات كوي. دواړه مشران به د دوه اړخيزه اړيكو په ټولو اړخونو خبرې كوي چې پكښې سيمې ايزې رابطې ته خاص پام كولو سره د تجارت، اقتصاد او سرمايه كارې اړيكې زياتول په خاص توګه شامل دي. دواړو هېوادونو په رسمي ستراتېژيكي شركت كښې د داخلېدو د قوي عزم څرګند كړے دے. وزيراعظم عمران خان به د پاكستان تاجكستان د بزنس فورم د وړومبې غونډې پرانسته هم كوي كوم لپاره به چې د پاكستاني تجارانو يوه ډله د دوشنبې دوره كوي. شريك بزنس فورم به د تجارت او سرمايه كارې زياتېدونكې اړيكې فعاله كړي او د دواړو هېوادونو د تجارانو ترمېنځه به كاروباري روابطو ته وده وركړي. په دې موقع به د پاكستان تاجكستان د شريك بزنس كونسل غونډه هم كېږي. پاكستان او تاجكستان د شريكې عقيدې، تاريخ او كلتور د رشتو په بنياد د ورورولې نزدې اړيكې لري. دواړه هېوادونه په منطقه كښې معاشي پرمختګ، امن او سلامتيا او د استحكام ودې لپاره شريك خيالات او يو ډول خواهش لري. د وزيراعظم لخوا دا دوره مېنځنې اسيا سره د ” وېژن سېنټرل اېشيا” پالېسې له مخې د پاكستان د ژورو اړيكو برخه ده چې پكښې سياسي اړيكو، تجارت، سرمايه كارې، توان او د رابطې نه علاوه د امنيت او دفاع پنځو مهمو څانګو ته پام شوے دے