جنيوا 13ستمبر (اے پي پي)د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري انټونيو ګټريېش افغانستان د معاشي تباهۍ څخه ساتلو لپاره د طالبانو سره د نړيوالو رابطو په حاجت زور راوړے دے ٬ هغه وئېلي دي دا ضروري ده چې د افغانستان معيشت ته وده وركړې شي او هغه د تباھۍ څخه وساتلے شي۔د ګل په ورځ په جنيوا كښې د افغانستان لپاره د يو ډونر كنفرنس په موقع خبريالانو سره په خبرو كښې انټونيو ګټرېش ووئيل د افغانستن ډي فيكټو حكومت سره رابطې نه بغېر په افغانستان كښې د بشري حقونو مرسته ممكن نه ده٬په اوسني وخت كښې د طالبانو سره خبرې ضروري دي۔ده ووئيل په 15 اګست طالبان په اقتدار كښې د راتللو سره انساني ضروريات نور هم زيات شوي۔ده ووئيل د انساني مرستې يو قوي پروګرام پېل كول او هغه د طالبانو سره په ګډه د بشري حقونو پاسدارۍ لپاره وړاندې كولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل كه د افغانستان معيشت تباه شي نو مرسته دا مسئله نشي حل كولې۔ده ووئيل خواست كوم چې مكنزم ولټولې شي دغسې چې دا خبره باوري شي چې مونږ د افغانستان معيشت تباه كولو ته نه پرې ږدو۔