افغانستان يوځل بيا په مهم پراؤ ولاړ دے٬بايد نړيواله ورورولي په افغانستان كښې امن او رغونې لپاره خپل كردار ترسره كړي۔منير اكرم

واشنګټن 13ستمبر (اے پي پي)ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منير اكرم وئېلي دي افغانستان يوځل بيا په مهم پراؤ ولاړ دے٬بايد نړيواله ورورولي په افغانستان كښې امن او رغونې لپاره خپل كردار ترسره كړي٬د پاكستان لپاره په افغانستان كښې امن ته اړتيا ده٬په افغانستان كښې د كوټلي امن او استحكام اهداف سر كولو لپاره روډ مېپ ته اړتيا ده٬نوموړي نړيوالې جريدے نيوز ويك كښې په خپل يو مضمون كښې ده ليكلې دي د څلورو لسيزو راهسې په جنګ او شخړو كښې لس لكه څخه زيات افغانان مړه شوي او د دې څخه زيات ژوبل شوي ٬ دغسې معيشت او سياست هم تباه شوے ٬بايد نړيواله ورورولي د افغانستان امن او پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كړي۔ده ووئيل پاكستان لپاره په افغانستان كښې امن ته اړتيا ده٬په افغانستان كښې د جنګ له امله د پاكستان معيشت زيان سره مخ شوے۔ده ووئيل د افغانستان نه پس پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې لوي زيان پورته كړے ٬ افغانستان كښې امن او استحكام د افغانانو سره سره د پاكستان لپاره هم ګټور دے او دې سره به د مينځني آسيا هېوادونو لپاره خپلو كښې او نړۍ سره د رابطې او تجارت امكانات روښانه شي۔ده ووئيل د غېر ملكي مداخلت په وجه شوې تباهۍ نه پس بايد نړيواله ورورولي په افغانستان كښې امن او رغونېله كردار ترسره كړي۔ده ووئيل په افغانستان كښې امن او استحكام له يوې تګ لارې ترتيبولو ته اړتيا ده