د تندر پرېوتو پېښه ٬ 14 كسان مړه ٬ 2 ټپيان

تورغر۔12 ستمبر(اے پی پی) د تورغر جدباء تحصيل په جھټكا املوك باهړئي كلي كښې تېره شپه د اوبو تندر پرېوتو سره درې كورونه د سېلاب چپې ځان سره په مخه كړل چې په نتيجه كښې ئې 14 كسان مړه او 2 نور ټپيان شول۔ په حق رسېدليو كسانو كښې د 11 مړي اوبو څخه راويستلې شوي دي او د نورو درك لګولو له عمليات روان دي۔ په دې پېښه كښې يو شمېر څاروي هم د سېلاب چپې ځان سره وړلي دي۔ بلخوا انتظاميه او ځائي خلك د مرستې كاروائيو كښې بوخت دي