د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ سپيكر مشتاق غني د رحيم الله يوسفزئي كور ته لاړ٬غم جنې كورنۍ سره يې غمرازۍ ښكاره كړه

پېښور10ستمبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ سپيكر مشتاق غني د سينئر خبريال حق رسېدلي رحيم الله يوسفزئي كور كاټلنګ ته لاړو او غم جنې كورنۍ سره يې غمرازي ښكاره كړه او د هغه بخښنې لپاره يې فاتحه خواني وكړه۔د خېبرپښتونخوا سپيكر مشتاق غني د رحيم الله يوسفزئي خذمات په ښه ټكو كښې وستائېل۔ده ووئيل ارواښاد د لوړې پاې دانشور او خبريال ؤ چا چې د يو درسګاه حېثيت لرلو د هغه مرګ سره چې كومه خلا راپېدا شوې هغه به پوره نه شي