اسلام آباد 20 مئی (اے پی پی) د پارلمان شريكه غونډه د جون په 2مه نيټه 11 بجې پارليمنټ هاؤس كښې راوبللې شوې۔ د جمعې په ورځ د قامی اسمبلۍ سیکټريټ له مخې مجلس شوریٰ شريكې غونډې ته به اولس مشر ممنون حسېن خطاب کوي۔ دا خبره دې ياده وي چې د اوسنۍ اسمبلی دريم پارلیمانی كال ختم شوے ۔ د څلورم كال په پيل به د آئین ترمخه اولس مشر د پارلمان دواړه ایوانونو ته خطاب کوي