وزيراعظم محمد نواز شريف سره د كورنيو چارو وزير وليدل

اسلام آباد 27 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف سره د كورنيو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان د زيارت په ورځ ليدلي دي او د ډان ليكس پشمول په مهمو چارو ئې وزيراعظم ته بريفنګ وركړے دے۔ د كورنيو چارو وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د ډان ليكس كمېټې په سفارشاتو د بشپړه عملدرامد لپاره امر كړې۔د داخله وزارت وياند ووئيل د عملدرآمد پحقله د ځينې مهمو قانوني او انتظامي چارو پرېكړه كول لازمي ده دغسې چې د كمېټۍ د سفارشاتو اعلان كولو سره په ھغې سمدستي عمل درآمد پېل شي ۔ د داخله وزارت وياند له مخې د 24 نه تر 36 ساعتو به په دې چارو كار ترسره كړې شي او د دې نه پس به د كمېټۍ د ټولو سفارشاتو په باقاعده توګه عملدرآمد اعلان كړې شي