د ديوار چين سېلګرۍ له نورې لس لارې پرانستې شوې

بيجنګ 10 ستمبر (اے پي پي) د چين په پايه تخت بيجنګ كښې د ديوار چين سېل كوٶنكو لپاره لس نوې لارې پرانستې شوې دي ۔ د چين خبررسنې ادارې له مخې د چين ديوال انتظاميې په يو جاري بيان كښې وئيلي دي چې په نوې لارو كښې 9 كليوالې او 27 قدرتي سيمې شاملې كړې شوې دي۔ د انتظاميې له مخې د نوې لارو پرانسته د بېجنګ ګرېټ وال د كلتور فېسټول يوه برخه وه۔ د يادونې وړ ده چې چائنا ګرېټ وال د يونېسكو د نړيوال كلتور ورثه ده او په يو شمېر تړلې دېوالونو مشتمل دے۔ د دې مجموعي لمبائي 20 زره كلوميټره نه زياته ده