د چین اولس مشر شی جن پنګ او وزیراعظم لی کی کیانګ د پاك چین سفارتی اړيكو 65مې سالګرې په مهال د پاکستان حکومت او اولس له مباركي وركړه

اسلام آباد 20 مئی (اے پی پی) د چین اولس مشر شی جن پنګ او وزیراعظم لی کی کیانګ د پاك چین سفارتی اړيكو 65مې سالګرې په مهال د پاکستان حکومت او اولس له مباركي وركولو سره پاکستان يو ښه ګاونډي ، نزدې ملګرے ، د باور وړ شراکت دار او د چین ورور ګرځولې۔ د اولس مشر ممنون حسین او وزیراعظم محمد نواز شریف په نامه جلا جلا پیغامونو كښې د چین قیادت وئيلي چین پاکستان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او د وخت سره سره به دا اړيكې لا قوي كولې شي۔ د چین اولس مشر شی جن پنګ ووئيل چین او پاکستان سدابهار ستراتيجكي پارټنران دي او اوسنو كلونو كښې پھ دې اړيكو كښې قوي پیشرفت شوې دے۔ ده ووئيل مونږ د كوټلي مرستې په بنياد مثبت پیش رفت کړې او د دواړه هيوادونو ترمينځھ په اولسې كچه رابطې زياتي شوي