په ليه كښې پلار 5 بچو ته زهر وركولو سره خپل ځان هم ووژلو٬ د ماشومانو عمرونه د 5 او 15 كلونو په مېنځ كښې دي

ليه 27 اپرېل (اے پي پي) په ليه كښې پلار 5 بچو ته زهر وركولو سره خپل ځان هم وژلې٬ د ماشومانو عمرونه د 5 او 15 كلونو په مېنځ كښې دي۔ د نجي ټي وي له مخې دا پېښه د ليه په سيمه كښې رامېنځ ته شوې چرته چې د كورنيو حالاتو څخه تنګسيا 45 سړي طارق اول خپلو پنځو بچو ته زهر وركړل او بيا ئې په خپله …

ليه 27 اپرېل (اے پي پي) په ليه كښې پلار 5 بچو ته زهر وركولو سره خپل ځان هم وژلې٬ د ماشومانو عمرونه د 5 او 15 كلونو په مېنځ كښې دي۔ د نجي ټي وي له مخې دا پېښه د ليه په سيمه كښې رامېنځ ته شوې چرته چې د كورنيو حالاتو څخه تنګسيا 45 سړي طارق اول خپلو پنځو بچو ته زهر وركړل او بيا ئې په خپله هم زهر وخوړل۔ په پېښه كښې ټول شپږ واړه كسان مړه شوي دي۔ د پوليسو له مخې په مړو ماشومانو كښې 4 جينكې او يو هلك شامل دي۔ تورن خپلې كورودانې صائمه طلاق وركړي و او ماشومان ئې خپل ځان سره ساتلي وو او دويم واده ئې كړې و۔ پوليسو د پېښې پلټنې پېل كړې دي